top of page

د هغو درنو هيوادوالو نه چي د دریمي دورې مشروطه خواهانو د ويښ زلمي د ملي – مترقي ګوند او یا د تلپاتو ويښ زلميانو په اړه لیکني، انځورونه او نور ناخپاره سوي مطالب ولري، هيله لرو چي زموږ سره هغه شریک کړي. دا کار به د ويښ زلميانو په هکله نور معلومات اضافه او د افغاني تاریخ لیکونکو سره به یوه لویه مرسته وي چي دوی په دې اړه نور او نوي معلومات وطنوالو او ملي تاريخ ته وړاندي کړي.

 مننه

پیش گفتار

با عنایات آفریدگار بزرگ و توانا و با امکانات محدودی که در دسترس داریم، بدان نایل آمدیم که ویب سایتی را به اسم "پشتون" گشایش دهیم.

به گونۀ ظاهر از اسم آن چنین به نظر خواهد رسید که گویا این ویب سایت متعلق به قوم پشتون است و در خدمت همین قوم خواهد بود؛ چنین نیست. این ویب سایت رسالتی بزرگتر ازین دارد: این دستگاه در خدمت یک قوم نه، بلکه در خدمت تمام اقوام برادر افغانستان خواهد بود و از یک مفکورۀ ناسیونالیستی (نیشنلیستی) پیشرفته (مترقی) متابعت خواهد کرد.

از نظر ما ناسیونالیسم یا نیشنلیزم پیشرفته، قوم پرستی(پشتون پرستی، تاجیک پرستی، هزاره پرستی، ازبیک پرستی ...) نیست؛ بلکه آن احساس و/ یا عقیدۀ سیاسی یا جنبشی هست که هدفش در یک محیط جغرافیایی (بعضاً به اشتراک توابع) تشکیل یک دولت ملی و دفاع از ارزشهای مادی و معنوی تمام گروپهای اتنیکی باشد (به شمول تطبیق پروسۀ ملتسازی) ــ ما درین راستا هرگز قوم پروری غریزی را رد نه مینمائیم. مقصد ما از ترکیب "قوم پروری غریزی" احساس و رابطۀ اورگانیک سالم، طبیعی و اجتماعی فرد هست با یک کتلۀ متعلق به آن در مقابل قوم پرستی مصنوعی، سیاسی و تجارتی.

بر بنیاد همین اصول این ویب سایت از منافع هر فرد سالم (مدافع منافع ملی)، گروه، جمعیت و سوسیال گروپ پدر ــ مادر وطن حمایه به عمل می آورد. ولی قابل تذکر است که اگر از آدرس برخی اجانب و مزدوران شان نوشته های غیرعلمی و مملو از غرض به عنوان اقوام هموطن حواله داده شوند ودر نتیجه آن در وطن تفرقه و مسخ تاریخی و فرهنگی و خصومتها ایجاد گردند، آنگه پشتون ویب سایت بخود حق اولیت دفاع از ارزشهای فرهنگی و همزیستی اقوام برادر خواهد داد.

چنانچه همین اصول زرین متذکره یک قرن قبل در کندهار من جانب دو شخصیت ملی شادروان حاجی خدایارخان (در یک معضلۀ ساختۀ انگلیس به نام "کوچنی شهید") و من بعد در زندگانی فرزند مبارز و برومندشان شادروان محمدرسول خان پشتون مؤسس اصلی نهضت "جوانان بیدار" به منصۀ تطبیق درآمد. شادروان "پشتون" میگفت:"من در پشتونان آنقدر همدم و رفیق ندارم، چنانچه در ازبیکان، هزاره ها، تاجکان، هندوها...". (شاید یکی از علتها این بوده باشد که شادروان پشتون بمدت یازده سال و نه ماه در شمال میهن در ولایت بغلان با همین مردم یکجا حبس بود و قبل ازین هم با همین مردم محشور بوده است.)

به همین اساس این ویب سایت با نام نامی مبارز سترگ ملی پدر ــ مادر وطن شادروان محمدرسول خان پشتون و مؤسس اصلی حزب ملی و ترقیخواه "ویش زلمی" (جوانان بیدار) (و به قول شادروان خان عبدالغفارخان: "فخر بارک") پیوند خورده و این است به نشر آماده است.

درین ویب سایت اخبار و انکشافات حقیقی و بیطرف پدر ــ مادر وطن و جهان و نیز نوشتهای نویسنده گان اقوام برادر به ارتباط تاریخ، کلتور، عقاید و ساختارهای اقتصادی آنان تقدیم خواهد شد. همچنان دربارۀ نهضت و لیدرشیپ "جوانان بیدار" یا مشروطه خواهان دورۀ سوم معلومات (حقیقی) ارائه خواهد شد که بعض از تاریخ نویسان ما سهواً و/ یا هم قصداً آن را به صفحات تاریخ نسپرده و یا به ارتباط آن نهضت ملی و مؤسس اصلی آن به تاریخ دروغ گفته و قضاوت ظالمانه نموده اند.

قابل یادآوریست که اگر درین نبشتها موازنۀ نوشتارها به عنوان یک قوم کمتر یا بیشتر میگردد، بدان معنی نخواهد بود که گرداننده گان این ویب سایت چنین میخواهند؛ بلکه بمعنی قلت مواد و یا تکثر مواد خواهد بود. ما احترامانه از نویسنده گان ارجمند افغان ــ با هر زبانی که تکلم مینمایند؛ به هر دین و مذهبی که گرایش دارند و دارای هر عقیده ای که هستند ــ میخواهیم که با بدوش کشیدن این بار مسؤولیت با ما همکاری لازم فرموده و در قبال آفریدگار بزرگ، میهن و ملت نجیب مسؤولیت خویش را ایفا نمایند.

ـــ نویسنده گان مجاز اند با تذکردادن مأخذ (رفرنس) این ویب سایت اقتباسات بعمل آورند.

با عشق و علاقۀ افغانی

سرسبزباد شجر سبز اخوت افغانی ما !

پاینده باد میهن تاریخی افغان ــ آریانا افغانستان !

برقرارباد استقلال و حاکمیت مردم !

پرتحرک باد احساس انسانی و انسانیت !

ham bahr ham tofan yam.png+.png
School-pic.jpg

د محمدرسول پښتون منځنۍ ښوونځۍ د کندهار ښار په دېرش کيلومترۍ کي د منصور کلي او مقام کلي ترمنځ د ۱۳۸۱ لمريز کال په شروع کي د ارواښاد پښتون صاحب د لمسي، خالد پښتون په همت جوړه سوه.

cropped-Mansur-Ghunday.png

ددې غونډۍ په دوه کیلومتري کي د

منصور کلی پروت دئ چي د

نامتو وزيرفتح خان د باتدبيري مور

"لو ادې" ،

په ښکارپر کي افغاني حکمران

"عبدالمنصورخان بارکزي ابازي"

او د درېیمي دورې د مشروطه خواهانو علمبردار "مرحوم محمدرسول خان پښتون"

د خاړپوڅو ځای ګڼل کېږي.

مخنۍ خبري

 

د ستر څښتن (ج) په پېرزوینه موږ په خپلو محدودو امکاناتو سره په دې وتوانیدلو چي د "پښتون" په نامه یوه وېب پاڼه وپرانیزو.

    ظاهراً ددې وېب پاڼي له نامه څخه داسي ښکاري چي ګواکي دا وېب پاڼه د پښتون کام ده او ددې کام په چوپړ کي به وي؛ داسي نه ده. دا وېب پاڼه تردې ستر ملي رسالت لري: دا د یوه کام یا قوم په خدمت کي نه، بلکه د افغانستان د ټولو وروڼو کامونو (قومو) په خدمت کي ده او د یوې پرمختللي نېشنلېسټي مفکورې (اند) پر لاري ځي.

    زموږ دنظره پرمختللی نېشنلیزم یا ناسیونالیزم، قوم پرستي: (پښتون پرستي، تاجک پرستي، هزاره پرستي، ازبېک پرستي...) نه ده؛ بلکه هغه احساس او/ یا سیاسي عقیده یا غورځنګ دئ چي هدف یې په یوه جغرافیایي چاپېریال کي (کله کله د توابعو په ګډون) د یوه ملي دولت تشکیل او د ټولو اتنیکي ګروپو د مادي او معنوي ارزښتو دفاع وي (د ملت جوړوني د پروسې د تطبیق په ګډون.)- البته غریزي قوم پالنه په هیڅ ګون نه ردوو: ددې ترکیب څخه زموږ مراد په یوې کتلې اړوند د یوه فرد اورگانیک، سالم، طبیعي او ټولنیز احساس او رابطه ده ــ د مصنوعي، سیاسي او تجارتي قوم پرستۍ په مقابل کي.

    پردې بنسټ دغه وېب پاڼه د پلرني ــ مورني هیواد ګران افغانستان د هر سالم (د ملي ګټو مدافع) فرد، ټولۍ او ټولني، سوشل ګروپ او قوم د معنوي او مادي شتمنیو ننګه کوي؛ خو دا خبره د پام وړ ده چي که د پردو او د هغو د مزدورانو له خوا داسي خوابدوونکي او سولوونکي خبري او درواغ رامنځ ته کیږي چي د هغو پر بنسټ په ملت کي ځانځاني، د تاریخ او فرهنګ مسخه، بېلتون او دښمنۍ رابرسېره کیږي، نو بیا پښتون وېب پاڼه ځان لومړی ګڼي چي د خپل هیواد د وروڼو کامونو د هستۍ او فرهنګ (کلتور، کلچر) ننګه وکړي.

    دغه زرین اصول چي پورته بیان سوه، نژدې یوه پېړۍ دمخه په کندهار کي د دوو ملي شخصیتو ارواښاد حاجي خدایارخان (د "کوچني شهید" په نامه د پرنګیانو په جوړه سوې دسیسه کي) او بیا د هغه د مبارز زوی ارواښاد محمدرسول خان پښتون د "ویښ زلمیانو" د نهضت اصلي مؤسس په ژوندانه کي عملاً تطبیق سول.

    ارواښاد پښتون به ویل: "زه په پښتنو کي دومره ملګري نه لرم لکه په ازبکانو، هزاره ګانو، تاجکو، هندوانو... کي". (ښایي ددې یو علت به دا و چي ارواښاد پښتون یوولس کاله و نهه میاشتي په شمال کي د بغلان په ولایت کي ددغو خلګو سره سیاسي بندي او دمخه تردې لا د هغو سره استېدلئ و.)

    په دې اساس دا وېب پاڼه د هیواد د ستر ملي مبارز ارواښاد محمدرسول خان پښتون او د "ویښو زلمو" د ملي او پرمختګ خوښوونکي ګوند د اصلي بنسټ ایښوونکي (د ارواښاد خان عبدالغفارخان په خبره: "فخر بارک") په ویاړ نومول سوې او داده خپرېدو ته چمتو کیږي.

    په دې وېب پاڼه کي به د پلرني ــ مورني هیواد او نړۍ په اړوند مهم، بې پلوه او رښتیني خبرونه او انکشافات او همدارنګه به د وروڼو قومونو د تاریخ، کلتور، عقایدو او اقتصادي جوړښت په اړوند د هیواد د لیکوالو لیکني وړاندي سي. همدارنګه به د "ویښ زلمیانو" یا د دریمي دورې د مشروطه خواهانو د نهضت او مشرتابه په هکله هغه رښتیني معلومات وړاندي سي چي زموږ بعضو تاریخ لیکونکو سهواً او/ یا هم په قصدي توګه د تاریخ و پاڼو ته نه دي سپارلي او/ یا یې هم  په ډېري بې انصافۍ سره ددې ملي نهضت او اصلی بنسټ ایښوونکي په اړوند تاریخ ته درواغ ویلي او ظالمانه قضاوت یې کړئ دئ.

    که چیري په دغو لیکنو کي د یوه قوم په ګټه د لیکنو موازنه ډېرېږي او یا لږیږي ددې معنی دا نه ده چي د وېب پاڼي لیکوال داسي غواړي؛ بلکه معنی یې داده چي موږ کافي مواد په اختیار کي نه لرو او یا یې ترحد ډېر لرو.

    موږ د ټولو افغان لیکوالو ــ په هره ژبه چي خبري کوي؛ په هر دین او مذهب چي دي؛ هره عقیده چي لري، هیله کوو چي زموږ سره دا د ملي مسؤولیت د انډي په پورته کولو کي لازمه مرسته وکي او د خدای (ج)، وطن او ملت په وړاندي خپل پور ادا کړي.

    ـــ لیکوال حق لري چي ددې وېب پاڼي محتوا د مأخذ (رفرنس) په یادولو سره اقتباس کړي.

 

په افغاني مینه

 

زرغونه دي وي د افغاني ورورګلوۍ زرغونه پاڼه !

تل تر تله دي وي افغان ټاټوبی لرغونې آریانا افغانستان !

برقراره دي وي خپلواکي او افغان ولسواکي !

خوځنده دي وي انساني احساس او انسانیت !

Kandahar-City-150x150.jpg

"Kandahar, 

the best place in all of Asia"

كندهار د عظمتونو د برمه ډك انګړ او د

ويښو ځلميانو وياړلى سنګر

طالب رحيمي

Kandahar-17th-Century-1.png
Angar-1_Page_1.png
Spring-song.jpg
Check back soon
Once posts are published, you’ll see them here.
bottom of page